د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د امريكا په ستر او مهم ښار نيويارك كې د ښاروالۍ په انتخاباتو كې د يوه مسلمان نوماند، زهران ممداني، بريا نه يوازې يوه مهمه تاريخي پېښه ده؛ بلكې د ټرمپ او د ده جمهوري غوښتونكي گوند پر مخ كلكه څپېړه ده.
ښاغلي حکمتیار په خپله ایکسپاڼخ لیکلي، چې د ممداني بريا د ټرمپ له غلطو سياستونو سره د امريكايانو د مخالفت څرگنده نښه ده.
حکمتیار ویلي، چې ممداني په خپل انتخاباتي كمپاين كې ويل چې كه انتخابات وگټي؛ نو نتنياهو به هغه مهال ونيسي او بندي كړي چې نيويارك ته راشي، خلكو دغه شعار ته رایې وركړې او خپل مخالفت یې د ټرمپ له سياستونو سره څرگند كړى او په دوو نورو نوماندانو كي يو آزاد كانديد وو چي نژدې 41% رایې یې تر لاسه كړې او بل یې د ټرمپ د گوند غړى وو چې رایې 7% وې.
د حکمتیار په خبره، له دې معلومېږي چې جمهوري غوښتونكي گوند څومره خپل ولسي حمايت له لاسه وركړى؛ او په راتلونكو انتخاباتو كې به له كوم برخليك سره مخ كېږي.
نوموړي زیاته کړې چې په ټول يقين سره ويلى شي چې د دې ماتې ستره وجه د نتنياهو له جناياتو د ټرمپ بې دريغه حمايتونه دي.
د هغه په خبره، د غزې د تاريخي او بې ساري مقاومت اغېزې به په پر له پسې توگه راڅرگندېږي.

