د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی، چې استبدادي چلندونه او د بیان ازادي محدودول د نظامونو د پای لامل ګرځي.
نوموړي ویلي، د منبرونو بندول، د خلکو وېرول، د سانسور پراخوالی او د جاسوسۍ سیستم جوړول هغه کړنې دي چې د هر نظام عمر لنډوي او سقوط ته یې ورنږدې کوي.
حکمتیار په خپل تازه پیغام کې د بیان ازادۍ پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول فشارونه د مشروعیت پر ځای د ولس بېباوري زیږوي.

