ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښایي د نړۍ لومړی عصري ښار شي چې په بشپړه توګه له اوبو بېبرخې کېږي.
راپور د «میرسي کورپس» موسسې له قوله لیکلي، د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ۳۰ متره راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي چې د ښار له نیمو زیاتې څاګانې وچې شوې دي.
موسسې خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ځمکې لاندې اوبه پاتې نه شي.
د میرسي کورپس مشر ویلي، لنډمهاله مرستې کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د دوامدارو حللارو لپاره پانګونه وکړي.
د یادونې ده، چې کابل هر کال ۴۴ میلیونه متره مکعبه اوبه مصرفوي.

