د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د دې هیواد د پارلمان په تالار کې د ایران د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ولسي پاڅونونو په ځپلو کې د تهران واکمنان له هر ډول انساني کرښو اوښتي دي.
هغه ویلي، هغه څه چې نن په ایران کې روان دي، یوازې داخلي موضوع نه ده، بلکې یو ښکاره بشري ناورین دی چې نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.
د سټارمر په وینا، د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی د ایران د نظام اصلي څېره نړۍ ته ښيي.
د بریتانیا لومړي وزیر همداراز څرګنده کړه چې هېواد یې له خپلو اروپایي او نړیوالو متحدینو سره پر همغږو فشارونو کار کوي، څو د ایران پر واکمن رژیم سیاسي او اقتصادي کړۍ نوره هم تنګه شي.

