یو شمېر راپورونه وایي، چې په کینیا کې د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر محاکمه بلې اوونۍ ته ځنډېدلې ده.
قاضیانو ویلي، چې د هغه قضیه لا هم چمتو نه ده.
ظاهر قدیر د محاکمې بهیر ته نن حاضر شوی و او وکیل یې وايي، پرې لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري او په وینا یې تر هغه یې امریکا ته نه سپاري تر څو چې لګېدلي تورونه پرې ثابت شوي نه وي.
دی د اپرېل پر ۱۴مه نایروبي کې نیول شوی و.
پر نوموړي تور دی چې د نشهیي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.

