چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانکویټ:د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو مهم ګام...

کویټ:د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو مهم ګام دی

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی، او دا یې یو مثبت ګام بللی چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم او د سولې فضا پیاوړې کړي.

په بیان کې راغلي چې کویټ د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له هغو هڅو ستاینه کوي چې د دې اوربند په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د کویټ حکومت ټینګار کړی چې د اختلافاتو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار خبرې اترې او سوله‌ییزې لارې دي، او دواړه لوري باید دایمي ثبات ته د رسېدو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here