د کونړ ولایت ځایي اوسېدونکي وايي چې د پاکستان له لوري د سرحدي بریدونو له زیاتېدو وروسته په یو شمېر سیمو کې خلک اړ شوي چې خپلې کورنۍ له سرحدي سیمو وباسي او خوندي ځایونو ته کډه وکړي.
د خلکو په وینا، د توپونو مرمۍ د منورې ولسوالۍ ترڅنګ د اسعداباد ښار په ځینو نږدې سیمو کې هم لګېدلې دي، چې له امله یې د کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو شخصي شتمنیو ته زیان اوښتی دی.
بلخوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستیو بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې ته نږدې د څو ولسوالیو زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي او اوس په نسبي خوندي سیمو کې ژوند کوي.
دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د سرحدي سیمو د خلکو ستونزو ته تر اوسه د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له لوري جدي پام نه دی شوی.

