په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د سرپناه برابرولو په لړ کې، د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې ۱۵ نوي کورونه جوړ او خلکو ته وسپارل شول.
د سیمې د طالب چارواکو په وینا، دغه کورونه د یوې مرستندویه ادارې له لوري د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د یادې ادارې مسؤلین وایي، د دې پروژې مالي مرسته په بهر کې مېشتو افغانانو برابره کړې ده او هڅه کوي چې ورته نورې پروژې هم پلي کړي.
هغه کورنۍ چې دغه کورونه یې ترلاسه کړي، له مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې نورو بېځایه شویو ته هم ورته اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه ګڼ شمېر کورنۍ لا هم بې سرپناه پاتې دي.
بل لور ته، ځایي مسؤلین وایي چې په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زیانمنو لپاره د کورونو جوړولو لړۍ روانه ده، چې تر اوسه یې سلګونه کورونه بشپړ کړي او پلان لري چې په نږدې راتلونکې کې نور کورونه هم وسپاري.
یاده دې وي چې د کونړ په دې سیمو کې زلزلو او جګړو ګڼې کورنۍ بېځایه کړې دي، چې اوس مهال له سختو اقتصادي او د سرپناه له ستونزو سره مخ دي.

