سره له دې، چې په کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پراخه مرګژوبله رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نشته.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یوازې په نورګل ولسوالۍ کې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.
بل لورته بیا له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۲۵۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي.
لاهم د تلفاتو کچه وروستۍ نه ده او ښايي د مرګژوبلې کچه لوړه شي.

