د کندهار د سپین بولدک په شهید بازار سیمه کې د سورګل جامع جومات امام مولوي عزیزالله تېره شپه د نامعلومو وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
برید هغه مهال رامنځته شوی چې مولوي عزیزالله د ماښام له لمانځه وروسته کور ته روان و.
طالب امنیتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې په دې تور یې له یوشمیر کسانو پوښتنې ګرویږنې پیل کړي.

