پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانکندهار؛شیخ هبت‌الله اخندزاده کابینه ورغوښتې او اوس یې پټه ناسته روانه ده

کندهار؛شیخ هبت‌الله اخندزاده کابینه ورغوښتې او اوس یې پټه ناسته روانه ده

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده او د کابینې ترمنځ یې ناسته روانه ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې ناسته کې د طالب وزیرانو ترڅنګ د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم شتون لري.

هغه د دغې ناستې د جزیاتو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي؛ خو زیاتوي چې په بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وشي.

دا دوه ورځنۍ ناسته د طالبانو حکومت د مشر په رهبري ترسره کېږي.

دا ناسته وروسته تر هغې ترسره کېږي، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په طبي انستیتونونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګوو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here