دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانکندهار؛سپین بولدک کې د پاکستان هاوان برید کې شپږ ملکي وګړو ته...

کندهار؛سپین بولدک کې د پاکستان هاوان برید کې شپږ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

له کندهار څخه حکومتي سرچینو ویلي، چې نن مازیګر د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان په کلي کې د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوی هاوان پر یوه کور لګېدلی چې په نتیجه کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینې وايي چې د همدې نښتې پر مهال د سپین بولدک–ښورابک پر سړک څلور نور ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په بریدونو کې یوازې ملکي خلک او ملکي تاسیسات په نښه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په سیمه کې اوس مهال امنیتي وضعیت یو ځل بیا عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here