سیمهییزې سرچینې وایي، په کندهار ولایت کې یوې ځوانۍ نجلۍ له جبري نکاح وروسته ځان وژنه کړې ده.
د کندهار ولایت څخه په راغلو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا په جبري ډول د یو سینږیري سره نکاح شوې چې یادې نجلۍ د زهرو په خوړلو سره ځان وژلی دی.
سرچینې زیاته کړې، یاده نجلۍ تېره شپه د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ مرکز کې د ۵۰ کلونو څخه د زیات عمر سړي ته واده شوې وه، چې د زهرو په خوړلو یې د دغه ښار په میرویس روغتون کې ساه ورکړه.
د طالبانو حکومت په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

