دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانکندز؛امام صاحب ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکټره د چړې برید کې ووژل...

کندز؛امام صاحب ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکټره د چړې برید کې ووژل شوه

د کندز د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وایي چې د امام‌صاحب ولسوالۍ د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوه ښځینه ډاکټره د چړې په برید کې وژل شوې ده.

د چارواکو په وینا، یاده ډاکټره هغه مهال تر برید لاندې راغله چې له خپل کلینیک څخه کور ته روانه وه.

بریدګر چې تر اوسه پېژندل شوی نه دی، پر هغې د چړې برید وکړ او له امله یې نوموړې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خاکسار زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي تر څو د پېښې عاملان وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here