د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوین الحق د ښي لاس د اوږې د ټپ له امله د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ او د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ګډون نه شي کولی.
د کرېکټ بورډ په وینا، د نوین الحق د اوږې درز لا هم نه دی رغېدلی او د درملنې لپاره انګلستان ته لېږل شوی دی.
د هغه پر ځای ضیاءالرحمن شریفي اصلي نوملړ ته ورزیات شوی او فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې شامل شوی دی.

