جمعه, فبروري 20, 2026
Homeافغانستانکرېکټ؛جانتن ټراټ له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه

کرېکټ؛جانتن ټراټ له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ له خپلې دندې استعفا وکړه او له افغان لوبډلې سره یې رسمي مخه ښه وکړه.

ټراټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د کرېکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و، نږدې درې کاله یې له لوبډلې سره کار وکړ.

د نوموړي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې د نړیوالو سیالیو په ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړ او تاریخي بریاوې یې خپلې کړې.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړه او د جدول شپږم مقام یې خپل کړ.

همدارنګه په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډله تر نیمه پایلوبې ورسېده چې دا د افغانستان لپاره بېساری پرمختګ و.

د ټراټ د روزنې پر مهال افغانستان د استرالیا او نیوزیلنډ په څېر سترو لوبډلو ته هم تاریخي ماتې ورکړه او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې خپل ځواک ثابت کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د ټراټ د خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغه تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې سترې او تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

ټراټ د خپلې خدای پامانۍ پر مهال ویلي، افغان لوبغاړي ځیرک، زیارکښ او بااستعداده دي او اوس دا وړتیا لري چې د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالي وکړي او بریاوې خپلې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here