یکشنبه, مارچ 22, 2026
Homeکورپاڼهکرېک‌انفو:ایرلینډ به د اګست په میاشت کې د پنځو یو ورځنیو لوبو...

کرېک‌انفو:ایرلینډ به د اګست په میاشت کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لپاره د افغانستان کوربه‌توب وکړي

کرېک‌انفو راپور ورکړی چې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډله به د روان کال د اګست په میاشت کې له افغانستان سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو (ODI) کوربه‌توب وکړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا لوبې د اګست په پنځمه نېټه پيل شي او تر ۱۴مې پورې دوام وکړي، چې دواړه لوبډلې به په همدې موده کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

تر اوسه د افغانستان کرېکټ‌بورډ په رسمي ډول د دې لوبلړۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې د ایرلینډ کرېکټ ادارې دا پرېکړه مخکې له مخکې اعلان کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here