د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس عبدالکریم خُرم د پاکستان د تازه هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د سیمې د اوسنيو بدلونونو په رڼا کې دا ځل پاکستان په ډېر خراب او بېکنټروله وضعیت کې ښکاري.
خُرم پر اېکس لیکلي چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې بمبار کړی، ښځې او ماشومان یې وژلي او په خپله خاوره کې مېشت افغانان یې ځورولي او سپکاوی یې ورسره کړی دی.
هغه خبرداری ورکړی چې که اسلاماباد د هرې امنیتي پېښې وروسته ورته سیاست ته دوام ورکړي، یوه خبیثه دایره به رامنځته کړي چې لوی زیان به یې خپله پاکستان ته وررسېږي.
کریم خُرم زیاتوي چې نړۍ په ژور بدلون کې ده او د اسلاماباد اوسني اقدامات د سیمې د نوو بحرانونو لپاره بله لمبه بلل کېدای شي.

