وروسته له دې چې له درې میلیونه نوو خپرو شوو اسنادو سره د جېفري اپسټین قضیه یو ځل بیا نړیواله توجه ځان ته واړوله او د راپورونو له مخې، لا درې میلیونه نور اسناد هم په راتلونکو ورځو کې خپرېږي، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وایي، دا اسناد یوازې د یو فرد جنایت نه، بلکې د لوېدیځ د سیاسي، اقتصادي او فکري نخبهګانو د اخلاقي سقوط بشپړ انځور وړاندې کوي.
ښاغلي خرم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اپسټین قضیه دا څرګندوي چې یو شمېر ځواکمن سیاستوال او میلیاردران د انسانانو ترمنځ د نابرابرۍ پر فلسفه باور لري او ځانونه له نورو انسانانو «برتر» ګڼي.
نوموړی ادعا کوي چې اپسټین د نړیوالو مشرانو د بلیکمیل لپاره کارول کېده او د ماشومانو پر ضد جنسي جنایتونه د یوې منظمې شبکې برخه وه.
د کریم خرم په وینا، د غزې جګړه او د اپسټین افشا شوې دوسیې ښيي چې لوېدیځ نور اخلاقي مشروعیت نه لري چې نړۍ ته د بشري حقونو او عدالت درس ورکړي.

