د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وايي، چې نننۍ نړۍ کې د خپلواکۍ او عزت لپاره علم او تکنالوژي اړینه ده.
نوموړی زیاتوي، چې د وسلو جګړه اوس د فزیکي زور پر ځای د پرمختللي علم او ټیکنالوژۍ له لارې کېږي او هغه هېوادونه چې هوایي دفاع ونه لري، په جګړو کې بریالي نشي پاتې کېدی.
خرم ټینګار کړی چې د ښځو او نارینهوو دواړو علم د ننني ژوند بنسټیز اصل دی.

