د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خرم د اسرائیلو له لورې پر ایران برید ته په اشارې په امریکا نیوکه کړې، چې د غزې په تړانګه د اوربند مخنیوی نه غواړي.
ښاغلي خرم په ایکس پاڼې لیکلي، چې امریکا نه غوښتل چې اسرائیل د ایران په اټومي او نفتي تاسیساتو بریدونه وکړي او لامل یې د نفتي موادو د بیو لوړوالی وو چې د امریکا په ټاکنو یې اغیز کاوه.
خرم لیکلي:« امریکا ته د انسان تر ژوند د نفتو او تیلو بیې ارزښت لري»
د پخواني جمهوریت دغه چارواکي لیکلي چې هرهغه څه چې د امریکا په ټاکنو اغیز کوي، امریکا ته ارزښت لري کنه څنګه غزه کې د امریکا خبره نه منل کیږي

