په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې، د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کوي.
مېرمن ډیکر په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې زدکړو ته په مساوي لاسرسي ټینګار کوي.
نوموړې زیاته کړې چې افغانستان د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نشې رسېدلی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې روانه اوونۍ د پوهنې د نړیوالې اونۍ په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

