د روسیې حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د واټساپ پیغامرسوونکي اپلیکیشن فعالیت بند شوی دی.
کرملین وایي، دا پرېکړه وروسته له هغې عملي شوه چې یاد اپلیکیشن د روسي قوانینو له پلي کولو انکار وکړ.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، دا اقدام د ملي امنیت او سایبري حاکمیت د ساتنې په موخه شوی او له دې مخکې هم خلکو ته خبر ورکړل شوی و، خو د واټساپ اصلي شرکت «میټا» دغه بندیز سیاسي فشار بولي او وایي، مسکو غواړي کاروونکي دې ته اړ کړي چې له دولتي څار لاندې پیغامرسوونه وکاروي.
میټا خبرداری ورکړی چې د شخصي او کوډ شويو اړیکو بندول د خلکو ډیجیټلي ازادي کمزورې کوي.
له بلې خوا، د ټیلیګرام بنسټګر پاول دورف هم دا اقدام غندلی او ویلي یې دي چې د اړیکو محدودول د ستونزو حل نه، بلکې د سانسور پراخول دي.

