جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانکرزی پاکستان ته:زمونږ د اشخاصو نومونه پر توغندیو نه؛ بلکې په علمي...

کرزی پاکستان ته:زمونږ د اشخاصو نومونه پر توغندیو نه؛ بلکې په علمي او فرهنګي مرکزونو کېږدئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان باید د وسلو پر ځای پر علمي او فرهنګي مراکزو د افغاني شخصیتونو نومونه کېږدي.

نوموړي ویلي، پاکستان یو وار بیا د ابدالي په نوم یو بالیستیک توغندی ازمایلی او له بده بخته، چې تر دې وړاندې یې هم د غزنوي او غوري په نومونو توغندي ازمایلي؛ خو افغان کډوالو سره بیا ناوړه چلند کوي.

د کرزي په خبره، افغانان له پاکستان څخه د ښه ګاونډیتوب پر بنیاد د محترمانه اړیکو غوښتونکي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ابدالي په نوم بالیستک توغندي څو ورځې وړاندې ازمایلی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here