راپورونه وایي، چې د کاناډا په وانکوور ښار کې یوه موټر چلوونکي د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر ور خېژولی چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي دي.
د کاناډا پولیس وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک د «لاپو لاپو» په نوم فستیوال د نمانځلو لپاره یوې کوڅې ته راټول شوي وو.
د راپورونو له مخې، برید کوونکي خپل موټر پر خلکو خېژولی او د درنو تلفاتو سبب شوی دی.
د برید په تړاو یو شکمن کس نیول شوی، خو پولیسو څرګنده کړې چې شواهد ښيي دا پېښه د ترهګرۍ اړخ نه لري.
د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.

