کام ایر هوایي شرکت وایي تمه لري چې د روان کال د قوس میاشتې له ۲۷مې نیټې د کابل-دوحې ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي.
کام آیر وایي، د قوس له اوه ویشتمې وروسته به هره سه شنبه له کابل څخه دوحې ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی و چې له قطر سره یې د مستقیمو الوتنو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د طالبانو د شمېرو له مخې هره ورځ د افغانستان له هوايي حریم څخه شاوخوا ۳۵۰ الوتنې کېږي.
د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د قطر اړیکې د پام وړ پراخې شوې. د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته ډېرو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه له کابل څخه دوحې ته انتقال کړل. د امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه اوس په دوحه کې د خپلو دیپلوماتیکو دفترونو له لارې د افغانستان وضعیت څاري.

