د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د بایډن پر ادارې نېوکه کړې.
لیویت یوې خبري ناستې ته ویلي، چې اوسنی حکومت به د دیموکراتانو او هغو رسنیو اندېښنو ته غوږ کېنږدي، چې د امریکایي پوځیانو په شرموونکې ډول وتلو باندې سترګې پټوي.
هغې ټینګار کړی، چې د امریکا پخوانۍ ادارې یو تن هم د دې ناکامۍ مسئول ونه باله، برعکس، پخواني ولسمشر بایډن دا یو بریالي عملیات بلل.
نوموړې زیاته کړې، چې د پخوانۍ ادارې د بېکفایتۍ له امله، ۱۳ امریکايي سرتېري د افغانستان د وتلو پر مهال وژل شوي.
لیویت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د امریکا د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو د وټساپ د پیغامونو ډلهییز چټ افشا شو.

