د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د رسنیو هغه راپورونه او اټکلونه رد کړل چې ګواکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د حکومت پر وړاندې د اقدام په اړه کومه وروستۍ پرېکړه کړې ده.
نوموړې ویلي چې ټرمپ په ډېر دقت سره په ایران کې روان وضعیت څاري؛ خو تر اوسه یې د کوم مشخص اقدام په اړه پرېکړه نه ده اعلان کړې.
لیویت زیاته کړې چې د رسنیو ډېری راپورونه د ناڅرګندو سرچینو پر بنسټ دي.
د هغې په وینا:«حقیقت دا دی چې یوازې ولسمشر ټرمپ پوهېږي چې څه به کوي، او یوازې د هغه د سلاکارانو یو ډېر محدود ټیم د ده له لیدلوري خبر دی.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار کړی چې هر ډول اوازې او شننې باید د رسمي دریځ تر اعلان پورې د احتیاط له مخې وارزول شي.

