د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې د ایران پر ضد د «Operation Epic Fury» ایپیک فیوري پوځي عملیات په بریالیتوب سره روان دي او له تهران سره د احتمالي هوکړې لپاره پرمختګ شوی دی.
نوموړې رسنیو ته وویل، تر اوسه له ۱۱ زرو زیات د دښمن هدفونه په نښه شوي دي او: «هر برید د دښمن بریدیز او دفاعي وړتیاوې کمزورې کوي او د امریکا او متحدینو لپاره لا زیات فشار رامنځته کوي.»
لیویت زیاته کړه چې د ایران سمندري ځواک نور په سیمه ییزو اوبو کې فعاله بېړۍ نه لري او د سمندري ځواک د ښودلو توان یې له لاسه ورکړی دی.
هغې ادعا وکړه چې د ایران پاتې جوړښتونه ورځ تر بلې د جګړې د پای ته رسولو او خبرو ته لېواله کېږي.
د هغې په وینا: «سره له دې چې په ښکاره ډول سخت دریځ ښودل کېږي، خو په پټه اړیکو کې خبرې روانې دي او مثبتې روانې دي.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې دا خبرې د «یو نسل کې یو ځل فرصت» وباله، څو ایران له امریکا سره هوکړه وکړي، خپل اټومي پروګرام دایمي پرېږدي او د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ بند کړي.
نوموړې خبرداری ورکړ چې که ایران هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو ډونالډ ټرمپ ته به د نړۍ تر ټولو قوي پوځ ټولې ممکنه لارې په واک کې ورکړل شي، څو پر ایران سخت فشار ته دوام ورکړي.
هغې ټینګار وکړ: « که په هر ډول وي، ایران به نور د دې توان ونه لري چې امریکا او د هغې متحدین وګواښي.»

