چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهکارولین لیویت:امریکا ایران ته د اټومي تړون لپاره د منلو وړ یو...

کارولین لیویت:امریکا ایران ته د اټومي تړون لپاره د منلو وړ یو وړاندیز استولی

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو “مفصل او د منلو وړ” وړاندیز استولی دی.

نوموړې زیاته کړې چې د دې وړاندیز منل د ایران په ګټه دي او ټینګار یې کړی چې ولسمشر ټرمپ نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

هغې تایید کړې چې وړاندیز له ایراني چارواکو سره شریک شوی؛ خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې له ایران سره د نوي تړون احتمال شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here