د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لویت، اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې کوي.
لویت ویلي چې ولسمشر باور لري روسیه د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره چمتو ده.
هغې ویلي، چې د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز، به د اوونۍ د رخصتیو ټول وخت د مذاکراتو د چټکتیا او د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.
هغې ویلي، چې د امریکا ولسمشر خپل اساسي هدف د سولې ترلاسه کول او د بېګناه خلکو د وژنو درول بللي دي.
نوموړې زیاته کړې چې د اوکراین د حیاتي معدني موادو د موافقې لپاره خبرې اترې دوام لري، چې دا به د اوکراین بیارغونې ته وده ورکړي.
د هغې په وینا، ټرمپ هیله لري چې د اوکراین جګړه به د اوونۍ تر پای پورې د یوې موافقې له لارې ختمه کړي.

