د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه، د هېواد اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکتور پر وړاندې د شته خنډونو کمول او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا بحث شوی دی.

وزارت زیاته کړې، د ملګرو ملتونو مرستیالې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او د نشهيي توکو پر وړاندې اقدامات د ستاینې وړ بللي او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه به له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
ډیکارلو همدارنګه اعلان کړی چې د دوحې د درېیمې پروسې له مخې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب، په کابل کې ترسره کړي.
دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او اقتصادي همکارۍ د پراختیا هڅې کوي.

