د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم په تهران کې د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون له بنسټګر او د امنا بورډ له مشر ډاکټر علياکبر ولایتي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې ولایتي ویلي، چې اسلامي آزاد پوهنتون چمتو دی د افغانستان د لوړو زده کړو په پیاوړتیا، ځانبساینې او علمي ظرفیت لوړولو کې پراخې مرستې وکړي.

د ایران له لوري د کابل سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پوهنتون به د نوو تخصصي او فوقتخصصي څانګو په رامنځته کولو، د استادانو او محصلینو په تبادله، او ګډو علمي پروګرامونو په پلي کولو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
ندا محمد ندیم د شیخ هبت الله د امر له مخې له عکسونو او ویډیو کولو څخه ډډه کوي.

