لیکوال: محمد اهبان
کله چې د پاکستان پوځي رژيم په نظامي ډګر کې ماتې وخوړه او د سیمې حالات یې هم پر خلاف شول، نو یو ځل بیا یې د مکر او فریب لاره خپله کړه او دا ځل یې د مذهبي – سیاسي مشرانو (مولانا فضل الرحمن او مفتي تقي عثمان) پرځای مذهبي ـ جهادي مشران ولېږل، چې د علماوو په جامه کې استخباراتي مهرې دي او رسنیو دې اقدام ته د پاکستان جهادي ډيپلوماسي وویله. خو هم مهاله د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو پورې تړلو ادرسونو دې اقدام ته یو بل رنګ ورکړ، پلاوي ته یې د تبلیغي جماعت نوم ورکړ، خو برعکس دوی تبلیغي نه بلکې استخباراتي جماعت دی. البته د تاریخ پاڼو کې دا ثبت شوې، چې په ۹۰مه لسیزه کې (۱۹۹۰) د آی اېس آی دوه مشران له خپلې دندې وروسته تبلیغي جماعت کې امیران پاتې شوي، یو جاوید ناصر او بل محمود احمد نومیږي. وروستی هغه د اسلامي امارت تېر ځل حاکمیت کې افغانستان ته هم سفر کړی و.
د پلاوي پېژندنه (سابقه او نفوذ)
۱ـ مولانا فضل الرحمن خلیل (د پلاوي مشر)
نوموړی د پاکستان باصلاحیته استخباراتي ادارې (ISI) له پخوانیو او باوري مهرو څخه دی، اصلاً د پښتونخوا دی، له ۱۹۸۰ز کلونو پاکستان او افغانستان کې جهادي ډلو کې مخکښه څېره ده، د حرکت المجاهدین مسلحې ډلې مشر و او د پاکستان په جوړ شوي چوکاټ کې یې مسلح فعالیت کړی، د پاکستان هیڅ حکومت خلاف هم د مسلح فعالیت سابقه نه لري؛ د پوځ وفادار مجاهد دی او اوس په دعوت او تبلیغ کې بوخت وي. دوه کاله وړاندې یې د آی اېس آی پخواني مشر فیض حمید له زوی سره یوځای کنفرانس کې په ډېرو واضحو ټکو ویل چې: «د پوځ خلاف سازش نه شو زغملی، د پاکستان ټول علماء به په صحیح معنی د پاکستان دفاع کوو.»
۲ـ مولانا عبدالله شاه مظهر
نوموړی اصلاً یو ترکیب دی، سیاسي، مذهبي او جهادي څېرې لري. دی هم د پاکستان پوځ او استخباراتو تر نظر لاندې مسلحو یا د دوی په اصطلاح جهادي ډلو لکه جیش محمد سره اړیکې لرلې، د جیش د مشر مسعود اظهر نږدې ملګری و، دغو ډلو ته یې په جلب و جذب کې ښه رول لوبولی، د “تحریک غلبه اسلام” ډلې مشر هم و. خو ۲۰۰۶ز کې پوځ بندي کړ او له څه مودې بند وروسته په سیاسي څېره کې هم راښکاره شو، د “آزاد کشمیر د اسمبلۍ غړی” او د اطلاعاتو وزیر پاتې شو او اوس د پوځ مشرانو سره یوځای غونډو کې هم ناست وي. مولانا مظهر د مشهور عالم “مفتي ابو لبابه شاه منصور” ورور او د انور شاه کشمیري رحمه الله لور طرفه لمسی هم دی، خو اوسنۍ تګلاره یې د استخباراتي اجنډا برخه ده. دغه مولانا په پير مظهر شاه او مظهر سعید شاه هم مشهور دی، کراچۍ کې د “جامعة الانوار” په نوم مدرسه هم لري.
۳ـ ساجد عثمان
پټه څېره ساجد عثمان د دغه پلاوي تر ټولو مرموز غړی دی. اصلاً د پنجاب د رحیم یار خان سیمې دی، د ISI یو خاص او مخفي مامور دی چې تر اوسه یې حتی یو عکس هم رسنیو ته نه دی راوتلی، چې دا په خپله د هغه د دندې حساسیت او پټوالی ثابتوي. په ولسي حلقو کې غیرمشهور دی، خو په جهادي ډلو کې مشهور دی، د نویمې لسیزې وتلې څېره ده. نوموړی له ډېرې مودې په جنوبي پنجاب کې مدرسه چلوي. یو ځل د “دعوتي” فعالیتونو په جریان کې بنګله دېش ته هم تللی و، خو هلته ونیول شو او بېرته پاکستان ته وسپارل شو. کراچۍ کې د خدام القرآن په نامه مدرسه لري او دا له افریقا تر بنګله دېشه د ده جال دی، له دریو ودونو یې یو جنوبي افریقا کې کړی دی. د پلاوي د مشر مولانا خلیل نږدې ملګری دی.
اوس د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګه (ISPR) قصداً د خپل راغلي پلاوي سپکاوی کوي او هغوی ته د «تبلیغي جماعت» نوم ورکوي. دا یو تکتیکي حرکت دی ترڅو خپله نظامي ماته او مذاکراتو ته د غاړې اېښودلو حقیقت پټ کړي، راغلی پلاوی د علماوو له مقدسې جامې، ږیرې او پټکي څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي، ترڅو په اسلامي امارت کې یو ډول کاذب باور رامنځته کړي او خپل استخباراتي ماموریت پر مخ یوسي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

