سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانکابل؛د حزب اسلامي امیر له یو شمیر افغانو میرمنو او ځوانانو سره...

کابل؛د حزب اسلامي امیر له یو شمیر افغانو میرمنو او ځوانانو سره لیدلي

په داسې حال کې چې طالبانو په ښځو ګڼ بندیزونه لګولي او له نامحرمو خلکو سره یې له ناستو منع کړي؛ خو تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هېواد له یو شمېر ښځو او ځوانانو سره لیدلي دي.

د هغه ګوند ته منسوبې؛ ډیلي شهادت ورځپاڼې د دغې لیدنې خبر ورکړی؛ خو په اړه یې زیات جزیات نه دي خپاره کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت او سیاسي لیده کاته بندیز لګولی؛ خو بیا هم ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت دا ډول لیدنې کوي، او د طالبانو د عدلیې وزارت پریکړه بابیزه ګڼي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here