د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې په لسم بلاک کې نامعلومه وسلهوالو یو پخوانی نظامي د سې شنبې په ورځ غرمه مهال وژلی دی.
ځايي خلک وايي، چې وژل شوی کس قیوم نومېده او د ملي اردو پخوانی غړی و.
په رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیو کې لېدل کېږي، چې قیوم د خپلې مېرمنې او ماشوم د سترګو پر وړاندې په نښه شوی او برید کوونکی له کومې ویرې پرته له سیمې تښتېدلي دي.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

