د افغان مېرمنو د حقونو فعالې ډیوه پتنګ د محمد حلیم فدایي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې د ملایانو له قوله په کې لطیف ننګرهاري ته د «ډم» خطاب کړی و، توند غبرګون ښودلی دی.
اغلې پتنګ لیکلي دا د افسوس خبره ده چې ځینې خلک هنرمندانو ته داسې الفاظ کاروي.
هغې ویلي:«دا ډېر د افسوس خبره ده چي ځيني خلک ځان په دومره ټيټو او بېګټو بحثونو کي بوختوي. يو هنرمند ته په داسې سپکو الفاظو خطاب کول، له دې هم ټیټ کار دی لکه يو ملا چې چاته بد نومونه کاروي. ما دا ډول خبرې اکثره له لوستو خلکو اورېدلي دي، خو پاتي ریښتنې افغانان هيڅکله ځان په دې کچه بحثونو کي نه ښکيلوي او تل خپلو هنرمندانو ته مينه او درناوی ښودلی.»
نوموړې ټینګار کړی چې افغانان له پخوا د هنر او هنرمند درناوی کوي.
د ډیوه پتنګ په وینا، سالمې نیوکې او نظر څرګندول یو حق دی، خو سپکاوی او توهین د ستونزو حل نه شي کېدای.
ډیوه پتنګ همداراز له خلکو غوښتي چې د خبرو پر مهال له زغمه او درناوي کار واخلي او د سپکو الفاظو پر ځای د ادب چوکاټ وساتي.

