د طالبانو د حکومت د استخباراتي سرچینو د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو او طالب ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې، چې ویل کېږي پاکستاني لوري ته پکې درانه زیانونه اوښتي دي.
سرچینې وایي، د کندهار، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې طالب ځواکونو د پاکستاني پوځ یو شمېر پوستې نیولې او لسګونه پوځیان یې وژلي دي.
د راپورونو له مخې، یوازې د کندهار د فرضي کرښې په ساحه کې له دېرشو څخه زیات پاکستاني پوځیان وژل شوي او جسدونه یې په نیول شويو پوستو کې پراته دي.
همدارنګه په کونړ ولایت کې د شا او خوا شپږو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا په پاړهچنار سیمه کې د «تور غونډۍ» په نوم پوسته هم نیول شوې او ویل کېږي چې هلته مېشت پوځیان وژل شوي دي.
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په سیمه کې پر فرضي کرښه لګول شوی اغزن تار د طالب ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی او پنځه پوستې یې نیول شوي چې میشت پوځیان هم له منځه وړل شوي.
د ننګرهار ولایت دوربابا او لعلپوره کې د یوې پوستې د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي او شپږ پوځیان د درازکوف پر مټ له منځه وړل شوي.
همدارنګه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې د «جنډو سر» په نوم د یوې پوستې د نیولو راپور ورکړل شوی او ویل کېږي چې هلته هم مېشت پوځیان وژل شوي دي.
راپورونه دا هم وايي چې د پکتیا ولایت د «توپ سر خوچ کرم» او «انځرکي سر» په نوم پوستو ته هم طالب ځواکونه داخل شوي او هلته مېشت پوځیان وژل شوي دي.

