پاکستانۍ ورځپاڼه «ډیلي ټایمز» وايي چې افغانستان د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ لاندې د ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډه مافیایي شبکه کې ښکېل شوی، او که نړۍ چوپ پاتې شي، دا هېواد به د نړیوال امنیت لپاره اوږدمهالی ګواښ وي.
ورځپاڼه لیکي چې افغانستان د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د داعش خراسان، القاعده او «TTP» په څېر سختدریځو ډلو پټنځای ګرځېدلی.
ورځپاڼه زیاتوي چې د نشه يي توکو قاچاق او ترهګري له یو بل سره تړلي، او دا اړیکه د «نارکو تروریزم» په نوم یادیږي، چیرته چې ترهګر له قاچاقچیانو مالي ملاتړ ترلاسه کوي او برعکس، هغوی ته وسلهوال چمتو کوي.

