د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د بچهبازۍ پدیده پراخه شوې.
دیلي مېل لیکي، چې طالبانو که څه هم د ۲۰۲۱ کال د واکمنېدو پر مهال هڅه وکړه چې نړۍ ته یو نرم انځور وړاندې کړي؛ خو د دوی سختدریځې پالیسۍ دا ثابتوي چې ادعاوې یې ناسمې وې.
راپور وړاندې لیکي، چې طالبان د “امر بالمعروف” قانون د پلي کولو تر نامه لاندې، فقط د ښځو پر وړاندې سخت چلندونه ترسره کوي.
راپور زیاتوي، چې دا پدیده د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده، د سختو دریځونو له امله لا زیاته شوې ده.
دغه راپور کې ویل شوي، چې تېرو دوو لسیزو کې د بچهبازۍ په اړه ګڼ مستند راپورونه خپاره شوي، چې ښيي دا ناوړه عمل د قدرت په شبکو کې دوام لري.
دیلي مېل دا هم لیکلي، چې طالبان د اسلامي ارزښتونو په نامه زرګونه کسان جګړې ته هڅولي، خو پخپله له ماشومانو سره جنسي تېري ترسره کوي.

