سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانډیلي شهادت:ګلبدین حکمتیار دوبۍ ته رسېدلی؛ سفر به مالیزیا ته دوام وکړي

ډیلي شهادت:ګلبدین حکمتیار دوبۍ ته رسېدلی؛ سفر به مالیزیا ته دوام وکړي

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار، نن سهار د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته رسېدلی دی.

د ګلبدین حکمتیار اړوند ډېلي شهادت ورځپاڼه وایي چې نوموړی به په دوبۍ کې لنډ تم شي او له هغه وروسته به خپل سفر ته د مالیزیا په لور دوام ورکړي.

ډیلي شهادت زیاته کړې چې په دوبۍ کې مېشت افغانان له حکمتیار سره د لیدنې په تمه دي؛ خو د هغه رسمي لیدنې لا نه دي پیل شوي ځکه چې سفر یې لا روان دی.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ګلبدین حکمتیار ته هېواد څخه بهر ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here