د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکا به د غزې تړانګې کنټرول په غاړه واخلي.
ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.
ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا به د غزې واکداره وي او په سیمه کې د ټولو ناچاودو بمونو او نورو خطرناکو وسلو د خنثی کولو مسؤلیت به په غاړه واخلي.

