د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، کېدای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ ترکیې ته سفر وکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې له دې ناستې به ښه نتیجه ترلاسه شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې دا خبرې دې استانبول کې د سولې د ټینګېدو په موخه وشي.
زلنسکي هم ویلي چې چمتو دی له پوتین سره د پنجشنبې په ورځ وګوري.
ترکیه د دواړو لورو د سولې د خبرو کوربهتوب ته چمتووالی ښودلی؛ خو اروپايي مشران تر خبرو مخکې د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کوي.

