د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د ایران سره د احتمالي هوکړې لپاره بېړه نه لري او چمتو دی چې اوږد انتظار وباسي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې ده.
ټرمپ د یو خبریال د پوښتنې يه ځواب کې وویل: «موږ ډېر وخت لرو، لکه څنګه چې د وینزویلا په قضیه کې مو انتظار وباسه او عجله مو ونه کړه.»
د ایران سره خبرې “مثبتې” دي او دا ناسته یوازې لومړنی ګام و، خو د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به دواړه لوري بیا سره وګوري.
د هغه په وینا، ایران د هوکړې غوښتونکی دی، خو باید په عملي ډول دا اراده وښيي.
نوموړي خبرداری ورکړ، که تهران هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو “درنې پایلې” به ولري، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن لا هم د ډیپلوماسۍ له لارې د موضوع د حل هڅه کوي او وروستۍ پرېکړه به د راتلونکو خبرو پر پایلو ولاړه وي.

