د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره روانې خبرې پایله ورنه کړي، متحده ایالات به چمتو وي چې پوځي اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسراییل به هم په دغه اقدام کې ونډه ولري او رهبري به وکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې هیڅوک د امریکا مشري نه شي کولی.
هغه ویلي، د ایران سره د روانو خبرو نتیجه به ډېر ژر روښانه شي.
ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ د امریکا او ایران چارواکي د عمان په سلطاننشین کې مذاکرات ترسره کړي.
ټرمپ ویلي، دا خبرې به «مستقیمې» وي، خو ایراني چارواکو دا خبرې «غیر مستقیمې» بللې دي.

