امریکا سر له نن څخه د کاناډا او مکسیکو پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه او پر چینایي توکو لس سلنه تعرفه لګوي.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وایي، چې دغه درې واړه هېوادونه د دې تعرفې پر وړاندې کوم اقدام نشي کولای.
ټرمپ زیاته کړې چې که مکسیکو او کاناډا د ناقانونه کډوالۍ او نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه کړي؛ نو دا تعرفې به نورې هم لوړې شي.
د یادونې ده چې ټرمپ هڅه کوي کاناډا او مکسیکو د خپل هېواد برخه وګرځوي؛ نو ځکه پرې فشارونه زیاتوي.

