د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ چې حکومت به یې له هند څخه پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې هند پخوا تعرفې زیاتې لوړې کړې وې؛ خو اوس چې دی واکمن دی، نو دا ډول کار به ونه زغمي.
دا پریکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې د امریکا او هند ترمنځ د نوي سوداګریز تړون خبرې ترینګلتیا ته ولاړې.
امریکا غواړي چې خپل توکي بېتعرفې د هند بازار ته ورسیږي.

