د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، اعلان کړی چې متحده ایالاتو د داعش وسلهوالو پر وړاندې د نایجریا په شمال لویدیځ کې هوايي برید ترسره کړی دی.
ټرمپ ویلي، دا برید د ده په امر او د داعش وسلهوالو پر وړاندې ترسره شوی دی.
د نایجریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د امریکا په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد امنیتي همکاري کوي.
دغه اقدام څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې ټرمپ له پنټاګون څخه غوښتنه کړې وه چې په نایجریا کې احتمالي پوځي اقدام پلان کړي.

