د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات باید بېرته ونیول شي.
هغه ویلي چې امریکا هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر مرسته ورکوي، په داسې حال کې چې خپله دې پیسو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی که دا مرستې دوام مومي، طالبان باید د امریکا پاتې تجهیزات بېرته وسپاري.
د ټرمپ په وینا، طالبان دا وسلې پلوري او پرمختللي تجهیزات لري چې حتی له امریکايي وسلو هم نوي او ښه دي.
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د افغانستان د پاتې شویو تجهیزاتو د بېرته نیولو غوښتنه کوي، هغه د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مهال هم څو ځله دا موضوع یاده کړې وه.
بل لورته ته د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد څه وخت وړاندې ویلي و چې د ټرمپ څرګندونې یوازې انتخاباتي شعارونه دي او په عملي بڼه به هېڅ نه وشي.

