د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سيانان شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د امريکا پوځ د ايران پر حکومت سخت ګوزارونه کوي؛ خو د هغه په وينا لا هم د بريدونو ستر او اصلي پړاو نه دی پيل شوی.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکا له پوځي بريدونو ور هاخوا هم د ايران له خلکو سره د مرستې لپاره کوم بل اقدام کوي څو د خپل هېواد واک بېرته ترلاسه کړي، وويل: «هو بېشکه همداسې ده؛ خو اوس مهال غواړو چې ټول خلک په کورونو کې پاتې شي، ځکه بهر خوندي نه دي.»
ټرمپ خبرداری ورکړی چې حالت به لا پسې ناامنه شي او ويې ويل: «موږ لا تر اوسه سخت بريدونه نه دي پيل کړي. ستره څپه لا نه ده راغلې، اصلي څپه ډېر ژر راروانه ده.»

